ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دحضرت بی بی معصومه سلام الله علیها دسپيڅلي حرم په پروژو او کاشیانو کې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها له نامې څخه استفاده، د دواړو عالمینو د لوئې بی بی او دجنت دسردارانو د مور حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها یاد او خاطرې ژوندئ کوي ،
په دې مناسبت د اسلامی نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داهل بیت علیهم السلام مینه والو او په خوږو میّندو او میرمنو ته ددغې ورځې په مناسبت دزړه له کومې مبارکي وایو .
په دې مناسبت په قم مقدس ښار کې د حضرت فاطمه معصومه سلام الله علیها په پاک حرم کې په کاشیو کې ددغې پاکې بی بی له نامې د استفادې په باب یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.